د خوست په باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې پر ۱۲۶۴ بېوزله کورنیو نغدې مرستې وېشل شوې دي. د خوست ولايت مقام څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې یادې مرستې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیواېفپي) په مالي مرسته او د (GAALO) موسسې په تخنیکي همکاري شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوي. بلخوا د خوست عليشېرو، تریزیو ولسوالي او ببرکټاڼه سیمه کې هم ۱۱۱۲ کورنیو باندې نغدي مرستې وېشل شوي دي. ترڅنګ یې یادو اړمنو کورنیو ته هم یو نیم کیلوګرام د ماشومانو د خوار ځواکۍ توکي او درې کیلوګرامه سوپر سریال هم ورکړل شول.