یکشنبه, جون 8, 2025
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

تهران: په سوریه کې دې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 18, 2024
1 0
0
تهران: په سوریه کې دې واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي
2
SHARES
6
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8408370.webm

ایران-سوریه/ سوله ییز لیږد

ای ډي: 8408370

نېټه: د دسمبر 17، 2024/وروستی

ځای: ایران

موده: یوه دقیقه او نهه څلویښت ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-17 17:21

وروستی سمون: 2024-12-17 18:17

بشپړ خبر

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي دي، چې ایران هیله لري سوریه په سوله ییز ډول بدلون ومومي او داسې حکومت رامنځته شي چې د ټولو سوریایانو استازیتوب وکړي.

بقایي چې د تهران په اونیزې خبري ناسته کې یې خبرې کولې دغه راز وویل “سوریه د بدلون په یوه پړاو کې ده او هیله لرو چې دا بدلون په سوله ییزه توګه ترسره شي، د سوریې وګړو امنیت خوندي شي، او د هېواد ملي یووالی وساتل شي. موږ همداراز غواړو سوریه کې داسې یوه ټول شموله حکومت جوړ شي چې د سوریې د ټولو ډلو استازیتوب وکړي.”

نوموړي په سوریه کې د ایران د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه وویل، چې د دې پروسې د پرانیستلو لپاره باید ځینې شرایط پوره شي، چې پکې د سفارت او د هغه د کارکوونکو امنیت خوندي کول شامل دي.

ښاغلي بقایي دغه راز اسرائيل په دې تورن کړل چې د سوريې له کړکېچن حالت څخه په ګټې اخيستنې سره یې پر دغه هېواد پوځي عملیات ترسره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران به د نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي څو د اسرائیل بریدونه ودرول شي. همدارنګه، د ایران وسله وال ځواکونه به د خپل هېواد د حاکمیت او سرحدي خوندیتوب د ساتنې لپاره هېڅ هڅه ونه سپموي.

د یادونې وړ ده چې د حیات التحریر الشام په مشرۍ وسله والې ډلې د تیرې نومبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سوریې له شمالي سیمو څخه یو لوی پوځي عملیات پیل کړل. دوی د حکومت تر کنټرول لاندې جنوبي سیمو کې پراخ بریدونه وکړل او یوازې په ۱۲ ورځو کې یې دمشق ونیو.

له دغو بریدونو وروسته د سوریې د ولسمشر بشار الاسد حکومت سقوط وکړ. بشار الاسد استعفا ورکړه او د پناه اخیستو لپاره روسیې ته وتښتېد.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی
وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی

جون 8, 2025
مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي
اقتصاد او سوداګري

مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي

جون 8, 2025
د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي
اقتصاد او سوداګري

د هرات والي د ایران، ترکمنستان او ترکیې له ډیپلوماتانو سره کتلي

جون 8, 2025

Popular Playlist

Currently Playing

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

د ټولنې هنداره
د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې د همکاریو هوکړې شوې دي

د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې د همکاریو هوکړې شوې دي

اقتصاد او سوداګري
رسټورانټ بانوان افغان

رسټورانټ بانوان افغان

اقتصاد او سوداګري
د هلمند په بُست ولایتي روغتون کې د عاجلو ناروغانو لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانیستل شوه

د هلمند په بُست ولایتي روغتون کې د عاجلو ناروغانو لپاره د (OPD) نوې څانګه پرانیستل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist