د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له ازبکستان څخه هېواد ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه غځول شوی دی. د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تړون د دغه شرکت اجرايي رییس او د ازبکستان برېښنا شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو استازو هم برخه لرله. د یادونې ده چې افغان پلاوي د روانې اوونۍ پر دوشنبې ازبکستان ته سفر کړی و. دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي بیا د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ سر ټکوي او وايي چې له دې اړخه له ګڼو ننګونو سره مخ دي. دیادولو وړ ده، چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.