د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. اوچا د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي، چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې ۲۱ ملیونه خلک به د اوبو د کمي، د روغتیایي خدمتونو د نشتوالي، ۱۴.۸ میلیونه خلک به د سخت خوراکي نا خوندیتوب، ۱۴.۳ میلیونه نور به د لږو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي سره مخامخ شي، دا رنګه ۷.۸ میلیونه مېرمنې او ماشومان به خوراکي مرستو ته اړ وي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د سیاسي بدلونونو له امله ښایي ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.