د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافېر سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې، دواړو لورو په دې کتنه کې، د سیاسي او بشري اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، د بریتانیا شارژدافېر رابرټ چټرټون ډېکسن ژمنه کړې چې، په دغه هېواد کې به مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د برابرولو په برخه کې هڅې وکړي. په دې کتنه کې رابرټ چټرټون ډېکسن ویلي چې، بریتانیا له افغانستان سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري کوي.