په ننګرهار کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندراتون پرانیستل شو. د دغه نندرتون د سل غرفو له ډلې ځینې غرفې د کرنیزو محصولاتو اړوند دي. صنعتکاران د سرپرست حکومت له مسوولینو د دوی د ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. ورته مهال سیمهییز مسوولین وايي په ننګرهار کې د پانګونې لپاره شرایط او اړینې اسانتیاوې یې برابرې کړې دي.