د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د کړنلارې مسوده تایید او د وروستۍ پرېکړې لپاره د ریاستالوزراء عالي مقام ته استول شوې ده. یاده ناسته کې دغه راز په ساختماني پروژو کې د غوري سمنټو پر کارولو، د خوست ولایت غلام خان او د کندهار ولایت د سپين بولدک ګمرکونو ته د ځمکې د لېږد او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.