د چین-نړیوال اورګاډي لاره/روسیه
ایډي: 8408067
نېټه: د دسمبر 15، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپږ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-15 03:49
وروستی سمون: 2024-12-15 04:01
بشپړ خبر
د چين د هيليونګ جيانګ ولايت د سويفنهي ښار او د روسيې د لرې ختيځ ګرودېکوفو ترمنځ نړيوال مسافر وړونکي اورګاډي ترانسپورتي خدمات چې له ۲۰۲۰ کال راهيسې ځنډېدلي و، د يکشنبې په ورځ بېرته پرانيستل شول. ياد خدمات اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ اسانتيا لپاره بيا فعال شوی دی.
د چين د اورګاډي هاربین ډلې د معلوماتو له مخې، ۴۰۲/۴۰۱ شمېره اورګاډی هره ورځ د چين او روسيې ترمنځ تګ راتګ کوي. د یادې ادارې په وینا، اوس مسافر اړ دي چې د خپلو پاسپورټونو په کارولو سره په ټاکل شوي کړکۍ کې ټکټونه واخلي او د سفر څخه وړاندې د پولو ګمرکي چارې بشپړي کړي.