په کابل کې یو شمېر هټۍوال او اوسېدونکي د برېښنا د پرچاویو له ډېرښته شکایت لري. دوی وايي، دغه وضعیت د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی. هټۍوال وايي په اونۍ کې، د سهار لپاره یو ساعت یا نیم ساعت برېښنا وي، خو د شپې خوا هیڅ برېښنا نشته. دوی وايي د جنراتور برېښنا فعالوي چې د هر کیلوواټ لګښت یې ورته ۷۰ افغانۍ تمامیږي او په دې سره د کرایې پیسې هم نه شو پوره کولی. خلک له برېښنا شرکته غواړي چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزو ته دایمي حل لارې پیدا کړي. خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د برېښنا د کموالي د ستونزې د حل په موخه دغه شرکت هڅه کوي چې له کورنیو سرچینو ګټه واخلي. دوی زیاتوي چې د برېښنا د پرچاوۍ د کمولو په موخه یوه حرارتي دستګاه فعاله شوې چې په ورځ کې شاوخوا څلور تر پنځه ساعته بریښنا تولیدوي.