د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څلورمه غونډه کې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ. نوموړې په دې غونډه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو، رسنیو، امنیت او د افغانانو د اقتصادي ستونزو اړوندو مسایلو له توضیحاتو ورکړې سربېره ویلي، چې افغان ولس هم له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت ویاند تر دې مخکې ویلي، چې د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د دغه ډول غونډو پرېکړې به عقديي او له واقعته لرې وي.