د کډوالو چارو وزارت د سرپرست خلیلالرحمان حقاني شهادت ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ، اروپايي ټولنې، یوناما، قطر، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او دغه راز د تیر حکومت یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو پر خیل الرحمان حقاني برید او د هغه شهادت په کلکو ټکو غندلی دی. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خلیل الرحمن حقاني پر “شهادت” خواشیني ښودلې ده. حامد کرزي ویلي: “په ډیرې خواشینۍ مې خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د یوې چاودنې له امله د دغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او زموږ یو شمیر نور هېوادوال شهیدان شوي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سر پرست خلیلالرحمن حقاني او د هغه د یو شمېر ملګرو “شهادت” غندلی او ویلي یې دي، “قطر په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایت او سیاسي وژنو، مخالف دی. د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون په یاد وزارت کې په یوه برید کې په شهادت ورسېد.