د کندهار ولایت ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۰ ښوونځيو د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه ښوونځي د ماشوم ساتنې نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کندهار ښار تر څنګ په ډنډ، پنجوايي، ارغنداب، تخته پُل او شاولیکوټ ولسوالیو کې د راتلوونکو ۸ مياشتو په موده کې رغول کېږي. د مسوولینو په خبره د یادو ښوونځیو په بیارغولو سره به ۴۴ زره زده کونکو ته په ښه او مناسب چاپیریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.