د ننګرهار سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو د دوو سترو تمځاینو د جوړېدو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. دغه تمځایونه د مالیې وزارت په مالي ملاتړ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۴۳ زره ۵۲۶ متره مربع ځمکه جوړېږي، چې د رغولو چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. بل لور ته، سوداګرو او د بار وړونکو موټر چلوونکو د یادې پروژې د پیل هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده، چې دا به د سوداګرۍ په بهیر کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.