د پکتيکا ولايت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې دکمال سرحدي ښوونځي ودانۍ د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت له بیا رغونې ورورسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده. د مسوولینو په خبره، د یادې لېسې د ترمیم چارې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ترسره شوې دي. په په دې ترميم کې ۸ درسي ټولګي، يو تالار، د اوبو رسولو سېسټم غځول او د لمريزې برېښنا شبکې نصبول شامل دي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد ښوونځي په بیارغولو خوښي څرګند کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.