اروپايي اتحادیې /دفاعي لګښتونه
ای ډي: 8406595
نېټه: د دسمبر 4، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-05 20:49
وروستی سمون: 2024-12-05 21:21
بشپړ خبر
د اروپايي اتحاديې د دفاعي چارو اداره وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې به د دې اتحاديې هېوادونو ټول دفاعي لګښتونه ۳۲۶ میلیارده یورو ته ورسېږي.
د چهارشنبې په ورځ د دې ادارې په راپور کې خپره شوې شمېره څرګندوي چې د اروپايي اتحاديې دفاعي بودیجه د ټولې اتحاديې د اقتصاد ۱.۹ سلنه برخه جوړوي. راپور زیاتوي چې دا د پرلهپسې لسم کال لپاره د دفاع په برخه کې د لګښتونو د زیاتوالي څرګندونه کوي.
د یاد راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د اروپايي ټولنې هېوادونو د دفاع لپاره ۲۷۹ میلیارده یورو لګولې وې، چې دا د تیر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د اروپايي ټولنې دفاعي ادارې ویلي چې د دفاعي لګښتونو زیاتوالی د دې لپاره دی چې اروپايي هېوادونه غواړي خپل دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي، څو د روسیې او اوکراین د شخړې او اوږدمهاله امنیتي اندېښنو سره مبارزه وکړي.