د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د خوراکي توکو او مشروباتو تولیدي شرکت پرانیستل شوی دی. د یاد شرکت مسوولین وایي، چې دغه شرکت په ورځني ډول ۲۵۰۰ بستې اوبه او د امو جوس تولیدوي او ۴۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د دې شرکت مسوولین له مسوولینو غوښتنه کوي، چې له پانګوالو او سوداګرو سره د برېښنا، مالیاتو کمولو، او بازارموندنې په برخو کې مرسته وکړي. دوی دغه راز له ملي سوداګرو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د هېواد په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونې ته مخه کړي، څو د هېواد اقتصاد مو پیاوړی شي.