د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره په اوږدوالي نوی سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت د ځایي چارواکو په خبره دغه سړک د مرکزي بهسود ولسوالۍ په کوه بیرون سیمه کې د خلکو، سوداګرو او د ولایت مقام په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت د ځایي چارواکو په هلو ځلو او ځانګړې لارښونې د لوا او ټولګټو چارو ریاست له ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره په نرخ، دایمیراد او چک ولسوالیو کې هم د سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې دي.