د اتریش د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ په منځني ختیځ کې شخړو او د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې موږ به د افغانستان خلک هېر نه کړو. د راپورونو له مخې، اتریش د بشردوستانه سازمانونو لکه (یو این ایچ سي آر) او سره صلیب سره مرسته کوي. دغه هیواد ویلي چې د دې مرستو اصلي موخه د ښځو او نجونو ملاتړ او اروپا ته د کډوالۍ مخنیوی دی. په داسې حال کې چې اتریش له افغانستان سره د پنځه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه، د بشري مرستو په لړ کې او د ژمي په موسم کې پرون روسیې هم هیواد ته ۲۸ ټنه خوراکي توکي را لېږلي دي.