شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د متحده عربي اماراتو سفارت په چین کې د ډیپلوماتیکو اړیکو ۴۰مه کلیزه ونماځله

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 2, 2024
1 0
0
د متحده عربي اماراتو سفارت په چین کې د ډیپلوماتیکو اړیکو ۴۰مه کلیزه ونماځله
2
SHARES
6
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8406093.webm

د چین-متحده عربي اماراتو د اړیکو کلیزه

ای‌ډي: 8406093

نېټه: د نومبر 30، 2024

ځای: چین

موده:۵۵ ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-01 01:43

وروستی سمون: 2024-12-01 04:08

بشپړ خبر

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د متحده عربي اماراتو سفارت په چین کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو څلوېښتمه کلیزه په ځانګړو مراسمو سره ترسره کړه.

په چين کې د متحده عربي اماراتو سفیر حسین بن ابراهیم الحمادي دې غونډه ته په وینا کې وویل، چې د متحده عربي اماراتو او چین ترمنځ اړیکې قوي او ثابتې دي. هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ستراتیژیک شراکت د متقابل باور، درناوي او د یو غوره راتلونکي لپاره ګډو هیلو پراساس ولاړ دی.

نوموړي دغه راز وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غیر نفتي سوداګري د روان کال په لومړۍ نیمایي کې تر ۵۰ میلیارده امریکايي ډالرو ورسېده او تمه ده چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه به ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. هغه زیاته کړه چې چین د متحده عربي اماراتو تر ټولو لوی او متحده عربي امارات د چین تر ټولو لوی غیر نفتي سوداګریز شریک دی.

د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې متحده عربي امارات د منځني ختیځ لومړنی هېواد شو چې له چین سره یې د بشپړې ویزې معافیت تړون لاسلیک کړ. دې تړون دواړو هېوادونو ته د سفرونو اسانتیا برابره کړه. وروسته، په همدې کال په جولای میاشت کې دواړو هېوادونو هراړخیزه ستراتیژیکه ملګرتیا هم د یوه تړون په چوکاټ کې جوړه کړه.

د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې چینایي شرکتونو په متحده عربي اماراتو کې د ریل پټلۍ، د لمریزې برېښنا سټیشنونه، د سمندري اوبو مالګې لرې کولو پروژې، روغتونونه او نورې پروژې پلې کړې چې هدف یې د ځایي خلکو د ژوند د ښه کولو پراختیا ده.

د یادونې وړ ده چې متحده عربي امارات د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱ مه نېټه برېکس سازمان رسمي غړی هم شو.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved