د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) سازمان له مشر سره کتلي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې کتنه د (یو این ایچ سي آر) مشر هم، د افغانستان له روغتیايي برخې سره خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو ترڅنګ په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو د ظرفیت لوړونې او د هغوی د ګومارنې اړوند طرحې په تائید سره؛ د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.