شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

چین د اختراعاتو په برخه کې د ۴.۶۶ میلیونه اسنادو د ثبتولو ریکارډ جوړ کړ

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 30, 2024
1 0
0
چین د اختراعاتو په برخه کې د ۴.۶۶ میلیونه اسنادو د ثبتولو ریکارډ جوړ کړ
2
SHARES
7
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8405877.webm

ای‌‎ډي: 8405877

نېټه: د نومبر 29، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 29-11-2024 06:25

وروستی سمون: 29-11-2024 06:29

بشپړ خبر

د ملي فکري مالکیت ادارې د راپور له مخې، د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشتې تر پای پورې په چین کې د اختراعاتو فعال حقوقي اسنادو شمېر ۴.۶۶ میلیونه ته رسېدلی دی، چې د دې هېواد د علمي او تخنیکي پرمختګ پراخه څرګندونه کوي.

د یادې ادارې په وینا، چین په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې له ۴ میلیونو څخه زیات فعال اختراعي حقوق لري.

د دغې ادارې ویاند هنګ فوګوانګ په پلازمېنه بېجينګ کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې چین د فکري مالکیت د ښې استفادې لپاره پراخې هڅې کوي. هغه زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې چین د پوهنتونونو او نورو څېړنیزو بنسټونو څخه د ۱.۳ میلیونو څخه زیات اختراعي اسناد راټول کړي او یوه سرچینه کتابتون یې ترې جوړ کړی دی، چې د بدلېدونکو اختراعي اسنادو ذخیره پکې شامله ده.

نوموړي وویل، چین په پراخه کچه د اختراعاتو (اختراعي اسنادو) پراساس صنعتونو ته وده ورکړې ده. د دې صنعتونو ارزښت ۱۵.۳۲ تریلیونه یوانو (چې شاوخوا ۲.۱۲ تریلیونه امریکایي ډالر کېږي) ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۷.۱ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه صنعتونه اوس د چین د ګډو ملي تولیداتو ۱۲.۷ سلنه برخه جوړوي.

دغه راز ویل کېږي چې د دې کال په لومړیو درې ربعو کې د دغه هېواد په پوهنتونونو او څېړنیزو بنسټونو کې د اختراعاتو جوازونه ۳۸,۰۰۰ ته ورسېدل، چې د تېر کال په پرتله یې ۲۴.۱ سلنه وده کړې ده.

د ملي فکري مالکیت ادارې د راپور له مخې، د اختراعاتو او سوداګریزو نښو د تضمین په توګه د مالي ملاتړ ټول ارزښت له ۷۹۲ میلیارده یوانو څخه اوښتی، چې د تېر کال په پرتله ۶۰٪ زیاتوالی ښیي. په ورته وخت کې، د فکري مالکیت د ګمرکي عایداتو ټول ارزښت له ۳۰۷ میلیارده یوانو څخه زیات شوی، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۷.۲٪ زیاتوالی لري. په حقیقت کې دا ټول ارقام یو تاریخي ریکارډ جوړوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved