شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

سږ د شانګهای د موټرو صادراتو پرمختګ کړی

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 29, 2024
1 0
0
سږ د شانګهای د موټرو صادراتو پرمختګ کړی
2
SHARES
8
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8405496.webm

د چین موټرو صادرات / شانګهای

ای‌ډي: 8405496

نېټه: د نومبر 25، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او شپږ دیرش ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 27-11-2024 05:44

وروستی سمون: 2024-11-27 05:48

بشپړ خبر

د معلوماتو له مخې، د شانګهای بندرونو په لومړيو لسو میاشتو کې ۲.۰۱۳ میلیونه وسایل صادر کړي چې  د تېر کال په پرتله پکې ۲۸.۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د شانګهای ښار د موټرو صادراتو شمېر دوه میاشتې مخکې له تېر کال څخه دوه میلیونو موټرو ته ورسېد. د دې لوی ښار د موټرو صادرات د چین د ټولو صادراتو شاوخوا ۳۸.۱ سلنه برخه جوړوي.

د دې موټرو څخه ۸۷۲،۰۰۰ یې برېښنایي مسافر وړونکي موټرونه وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۴.۳ سلنه زیات شوي دي.

د شانګهای بندرونو د ګمرکي معلوماتو له مخې، د جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۱.۰۴۸ میلیونه موټر د کمربند او لارې پروژې سره اړوند هېوادونو ته، ۵۳۲،۰۰۰ موټر د برېکس هېوادونو ته او ۷۸۰،۰۰۰ موټر د ایپېک اقتصادي سیمو ته صادر شوي دي، چې په هره برخه کې د تېر کال په پرتله ښه پرمختګ لیدل شوی دی.

ویل کېږي د شانګهای بندرونو د موټرو صادرات به د پیرو چانکای بندر د پرانیستې سره نور هم زیات شي. چانکای بندر، چې د چین د کمربند او لارې د پروژې یوه مهمه برخه بلل کېږي، د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر مياشتې پر ۱۴ مه نېټه خپل فعالیت پیل کړ.

 د یو رو-رو (رول آن/رول آف) په نوم کښتۍ چې ۲۷۳۰ چینایي تولید موټر یې بار کړي و، د شانګهای ویګاوکیاو بندر د هایټونګ توقف ځای څخه د دوشنبې په ورځ روانه شوه او چانکای بندر ته یې خپل لومړنی سفر پیل کړ.

د راپورونو له مخې، یاده کښتۍ د چین د “کوسکو ترانسپورتي شرکت” اړوند ده، چې په شانګهای کې مېشته د بحري ترانسپورتي خدمتونو چمتو کوونکې کمپنۍ هم ده. دغه شرکت په پام کې لري چې له شانګهای څخه چانکای بندر ته هره میاشت منظم ترانسپورتي خدمتونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې ویګاوکیاو بندر د شانګهای د نقلیه وسایطو صادراتو ۵۳ سلنه برخه ترسره کوي، چې د چین د ټولیزو موټرو صادراتو له ۲۰ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved