شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

بېجینګ: له هالنډ سره اقتصادي او سوداګريزو اړیکو پراختيا ته چمتو یو

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 28, 2024
6 0
0
بېجینګ: له هالنډ سره اقتصادي او سوداګريزو اړیکو پراختيا ته چمتو یو
9
SHARES
34
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8405601.webm

د چین  لومړی وزیر/هالنډ

ای‌ډي: 8405601

نېټه: د نومبر 27، 2024

ځای: چین هالنډ

موده: ۴۱ ثانیې

سرچینه: (CCTV)او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 27-11-2024 04:46

وروستی سمون: 2024-11-27 05:33

بشپړ خبر

د چین لومړي وزیر لي چيانګ د چهارشنبې په ورځ د هالنډ له لومړي وزیر ديک شوف سره د ټلیفوني خبرو پر مهال ویلي چې چین د متقابلو ګټو پر اصولو د عمل په ترڅ کې له هالنډ سره د اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا لپاره چمتو دی، څو دواړه هېوادونه ګډه ګټه ترلاسه کړي او اړیکې لا نورې هم پیاوړې شي.

نوموړي له خپل هالنډي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې څرګنده کړې چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې د چین او هالنډ اړیکې په چټکۍ سره پراخې شوې دي چې دغه اړیکې د بېلابېلو برخو په همکارۍ کې د پراختیا لامل شوې دي او د دواړو ملتونو لپاره یې حقیقي ګټې رسولې دي.

هغه وويل، چین چمتو دی چې د هالنډ له نوي حکومت سره نږدې اړیکې وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت پرمختګ د دوام لپاره ګډ کار وکړي.

 ښاغلي لي دغه راز وویل، چې د چين او هالنډ ترمنځ د اړيکو له پرمختګ څخه د عملي کېدو ارزښتناکه زده کړې ترلاسه شوې دي. هغه زیاته کړه چې هېواد یې چمتو دی چې د هالنډ سره نږدې لوړ پوړې اړیکې وساتي، خبرې اترې پیاوړې کړي او د سیاسي متقابل باور د ټینګښت لپاره کار وکړي، څو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو قوي بنسټ برابر کړي.

په ورته وخت کې د هالنډ  لومړي وزیر ديک شوف ویلي چې د هالنډ حکومت په کلکه د یوه چین پېژندې د اصل ملاتړ کوي.

شوف ویلي چې هالنډ تیار دی چې د چین لپاره د اروپا سره د همکارۍ یوه دریڅه شي. هغه زیاته کړه چې هېواد یې هیله لري په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکاري لا نوره هم پیاوړې کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved