متحده ایالات / چین /د مخدره توکو کنټرول
ایډي: 8405468
نېټه: د نومبر 26، 2024
ځای: چین متحده ایالات
موده: ۳۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-26 06:27
وروستی سمون: 2024-11-26 06:32
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماؤ نینګ ویلي، امریکا ته په کار ده چې د چین نېک نیت ته ارزښت ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو په برخه کې ترلاسه شوی پرمختګ خوندي وساتي.
نوموړې ویاندې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولو چینايي وارداتو باندې د ۱۰ سلنه اضافي مالیې د لګولو ګواښ وکړ.
د یاد وزارت دغې ویاندې زیاته کړې، چې چین د نړۍ تر ټولو سخت د نشه يي توکو د کنټرول پالیسي لري او دغه پالیسي یې په بشپړه توګه عملي کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د فینټانیل نشه یي درمل د امریکا لپاره یوه جدي ستونزه ده. ویاندې زیاته کړه چې چین د بشري بشردوستانه اهدافو په چوکاټ کې امریکا ته د فینټانیل نشه یي موادو سره تړلې ستونزو په حل کې مرسته کړې او په ۲۰۱۹ کال کې، چین لومړی هېواد شو چې د فینټانیل نشه یي درملو سره تړلي ټول مواد یې ټول کړي و.
ویاندې وویل چې چین او امریکا په پراخه او ژوره توګه د نشه يي توکو د کنټرول په برخه کې همکاري کړې او د پام وړ پایلې ترلاسه کړې، چې دا ټولو ته څرګندې دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې د برابرۍ، متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ د نشه يي توکو د کنټرول په برخه کې له امریکا سره همکاريو ته دوام ورکړي. هغې د امریکا له لوري غوښتنه وکړه چې د چین نېک نیت ته درناوی وکړي او د چین-امریکا د نشه یي توکو ضد همکارۍ له امله ترلاسه شوی مثبت پرمختګ وساتي.