د چین سپوږمکۍ توغول شوې
ایډي: 8405201
نېټه: د نومبر 22، 2024
ځای: چین
موده: ۳۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-11-2024 22:15
وروستی سمون: 24-11-2024 01:48
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې چین دوه پرمختللي د لوړ دقت څلور اړخیزې سپوږمکۍ فضا ته توغولې چې موخه یې د فضایي څېړنو پراختیا او د معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې لاسته راوړنې یادې شوې دي.
د سیوې ګاوجینګ ۲۰۳ او سیوې ګاوجینګ ۲۰۴ په نوم دغه دوې سپوږمکۍ د بېجینګ په وخت نن سهار ۷:۳۹ بجو په شاوخوا کې د شمال لوېدیځ چین له جیوچوان سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه د لانګ مارچ-۲ سي توغندي په واسطه فضا ته لېږدول شوې دي.
ویل کېږي دا د لانګ مارچ راکټونو د لړۍ ۵۴۷م توغولو ماموریت و چې ترسره شو.