د چین د باور وړ ډاټا ځایونه/2028
ای ډي: 8405022
نېټه: د نومبر 23، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او وویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-23 01:13
وروستی سمون: 23-11-2024 01:17
بشپړ خبر
چین د ملي معلوماتو ادارې د نوې کړنلارې له مخې اعلان کړی چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به له ۱۰۰ څخه زیات باوري ډیټا یا د باور وړ معلوماتو ساحې جوړ کړي. دغه مراجع به د ډیټا د خوندي شریکولو ترڅنګ د مدیریت لپاره غوره حل لارې او عملي بېلګې وړاندې کوي.
د باوري ډیټا ساحه یو داسې سیستم دی چې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ډیټا خوندي شریکولو او کارولو زمینه برابروي، او دا ټول به د مخکینیو موافقو اصولو پر بنسټ ترسره کېږي.
د چین د انجنیرۍ اکاډمۍ غړي وو هېچوان وايي، یو ښار د ترافیک معلومات راټولوي چې د معلوماتو مالکانو، خدماتیانو، کاروونکو او پراختیا ورکوونکو سره تړاو لري. ډېری دغه معلومات پروسس کولو ته اړتیا لري، خو ځینې کاروونکي د دې پروسس کولو وړتیا نه لري. په دې صورت کې، د باوري معلوماتو د دغه ډول ډیټا ځای خورا مهم دی ځکه چې دا د معلوماتو لاسرسی او کارونه اسانوي، دغه راز د پراختیا او کارونې لپاره چاپېریال برابروي او د معلوماتو امنیت هم ورسره تضمینوي.
د کړنلارې پلان د باوري معلوماتو ساحو جوړولو او وده ورکولو لپاره د نوښتونو د پیل وړاندیز کوي، چې دغه هڅې به په پنځو بېلابېل ډوله باوري معلوماتي څانګو تمرکز وکړي، چې پکې د کاروبار، صنعت، ښار، شخصي او نړیوال معلوماتو ساحې شامل وي.
دغه پلان په اړه یو کارپوه وایي چې دا ګام به وکولی شي د معلوماتو په صنعت کې نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.
د چین د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ اکاډمۍ د معلوماتو او صنعتي انضمام موسسې رییس، لیو مو، وایي چې د باور وړ معلوماتو ساحې جوړول به د معلوماتو وړیا جریان ته لاره پرانیزي. دې سره به د معلوماتو پروسس کولو، ساتلو او خدمتونو په برخه کې د متخصصو سوداګریو پرمختګ ته وده ورکړي، او په پایله کې به د معلوماتو صنعت یو ځواکمن او بریالي سیستم ته هم وده ورکړي.