د چین د بهرنیو اسعارو بازار /جنوري-اکتوبر
ایډي: 8404929
نېټه: د نومبر 22، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 22-11-2024 04:57
وروستی سمون: 2024-11-22 05:01
بشپړ خبر
چینایي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد فاراېکس یا د بهرنیو اسعارو بازار د روان ۲۰۲۴ کال د لومړيو لسو میاشتو په جریان کې د ۲۳۹.۴۳ تریلیون یوانو په ارزښت چې شاوخوا ۳۳.۶۸ تریلیون امریکایي ډالر کېږي راکړې ورکړې کړې دي.
د بهرنیو اسعارو د دولتي ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په اکتوبر کې د بهرنیو اسعارو په بازار کې د راکړې ورکړې اندازه نږدې ۲۴.۲۶ تریلیون یوانو ته رسېدلې وه.
د یادې ادارې په وینا، تېره میاشت په بازار کې د راکړې ورکړې حجم ۳.۵۷ تریلیون یوانو ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې د بانکونو ترمنځ بازار کې دغه اندازه بیا شاوخوا ۲۰.۶۹ تریلیون یوانو ته رسېدلې ده.
دغه راز ویل کېږي په تېره اکتوبر د دغه هېواد د ځایي بازار مجموعي د راکړې ورکړې اندازه ۸.۵۷ تریلیون یوانه و، په داسې حال کې چې په پراخو مالي معاملو کې بیا دغه حجم ۱۵.۶۹ تریلیون یوانه یاد شوی دی.