چین-برازیل / ګډه اعلامیه
ایډي: 8404673
نېټه: د نومبر 21، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دېرش ثانیې
سرچینه: CCTV
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 21-11-2024 14:56
وروستی سمون: 2024-11-21 20:13
بشپړ خبر
د چین او برازیل ولسمشرانو د خپلمنځي خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته، یوه ګډه خبرپاڼه خپره کړې ده چې پکې د عادلانه او خوندي نړۍ لپاره په ګډه د کار کولو هوکړه شوې ده.
په دغه خبرپاڼه کې دواړو خواوو موافقه کړې چې خپلې اړیکې پیاوړې او د ګډ برخلیک ټولنې لپاره کار وکړي، چې د عادلانه او خوندي نړۍ پر بنسټ ولاړې وي.
چین او برازیل، چې اوس یې اړیکې تر ټولو پیاوړي پړاو ته دننه شوې دي، موافقه کړې چې خپل پرمختیایي پلانونه هم په ګډه ترسره کړي.
د یادې خبرپانې له مخې، دواړه خواوې به په مهمو برخو لکه مالي، بنسټیزو جوړښتونو او ټېکنالوژۍ کې له یو بل سره همکارۍ وکړي. دغه راز، په پوځي او دفاعي صنعت کې به هم مهمې خبرې اترې او همکارۍ پراخې کړی شي.
دواړو خواوو پر دې هم موافقه وکړه چې ۲۰۲۶ کال د چین او برازیل د کلتوري کال په توګه ونوموي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره بهیر لا نور پیاوړی شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې برازیل د یو چین پېژندنې اصل ملاتړ بیا تایید کړ او ویې ویل چې تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده. برازیل همدارنګه څرګنده کړه چې د چین جمهوري حکومت یوازینی قانوني او مشروع دولت دی چې د چین استازیتوب کوي.
بلخوا دواړو لوریو د مې میاشتې پر مهال د اوکراین کړکېچ د سیاسي حل لپاره په شپږو مواردو باندې یو ځل بیا بحث وکړ، چې د نړیوالې سولې او امنیت په اړه د دوی د یووالي یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د چین ولسمشر شي جین پینګ، د برازیل په ریودې ژانیرو ښار کې د جي شل په نولسمه سرمشریزه غونډه کې له ګډون وروسته، د دغه هېواد د ولسمشر لوئیس انیسو لو لا دا سیلوا په بلنه برازیل ته رسمي سفر کړی و.