چین-پاکستان/پوځي تمرینات
ایډي: 8404562
نېټه: 18 نومبر 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-20 01:23
وروستی سمون: 2024-11-20 01:27
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې د چین د خلکو د ازادۍ پوځ د لوېدیځې جګړهییزې قوماندې سرتېري پاکستان ته لېږلي دي څو د روانې نومبر میاشتې له وروستیو څخه د دسمبر میاشتې تر نیمايي پورې د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمریناتو کې ګډون وکړي.
د “واریر-۸” په نوم دغه تمرین به په ګډه د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې تمرکز ولري چې تصفیه او د هدفي بریدونو تمرینونه به پکې شامل وي.
دا سږنی تمرین د چین او پاکستان د پوځونو ترمنځ د مسلسل اتم ګډ تمرين دی چې موخه يې د عملي همکارۍ پیاوړتیا، تبادلې ښه کول او په ګډه د ترهګرۍ ضد عملیاتو وړتیا لوړول دي.
په تمریناتو کې د ګډون کوونکو چینایي سرتېرو وروستۍ ډله د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ورسېده د راپورونو له مخې ویل کیېږي اوس مهال ټول سرتېري چې په دې تمرین کې برخه لري، په ټاکلي ځای کې دېره شوي دي.
د دغه تمرین یوه پوځي چارواکي ژو ژنلونګ وویل چې موږ د ګډ پوځي هوايي تمرین له فرصت څخه ګټه اخیستې څو د سرتېرو مهارتونه لوړ کړو، چې کره اندازه ګیرۍ، کانتینر بارول او د جګړې شرایطو لاندې تشکیل پکې شامل دي.
په دې تمرین کې له ۳۰۰ زیات چینایي سرتېري برخه اخلي. دواړه اړخونه به په بېلابېلو برخو کې روزنه ترلاسه کړي او د جګړې په رښتینو شرایطو کې به فعاله تمرینات ترسره کړي.
د دې تمرین یوه بل پوځي چارواکي ډینګ یاجون وویل، چې دغه ګډ تمرین د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ قوي باور او ژورې ملګرتیاوې ښیي. ده وویل موږ به د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمریناتو تمرکز وکړو چې په دې برخه کې به له پاکستان لوري سره خپلې تبادلې لا نورې هم ژورې کړو. دغه راز د پاکستان د پوځ سره به یو ځای د ترهګرۍ نوي پرمختګونه او ځانګړتیاوې تحلیل کړو.