د چین بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/د اقلیم بدلون
ایډي: 8404441
نېټه: د نومبر 19، 2024
ځای: چین
موده: ۴۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-19 00:45
وروستی سمون: 2024-11-19 06:37
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پرمختللي هېوادونه باید د خپلو تېرو اقداماتو مسوولیتونه پر غاړه واخلي او مخ پر ودې هېوادونو ته د اقلیمي بدلون ستونزو د حل لپاره مالي ملاتړ برابر کړي، څو دغه مرسته د یادو هېوادونو لپاره د عادلانه بدلون په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.
د دغه وزارت ویاند لين جيان دغه څرګندونې د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجینګ کې د یوه خبري کنفراس پر مهال د رسنيو د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
ښاغلي لين وویل، چې اقلیمي بدلون د ټولو لپاره یوه نړیواله ستونزه ده. مالي ملاتړ د اقلیمي اقداماتو او د ګلخانه یي ګازونو د کموالي او تطبیق د موخو د ترلاسه کولو لپاره اړین دی. چین له پرمختللو هېوادونو غوښتنه کوي چې د خپلو تېرو کړنو مسوولیت ومني او مخ پر ودې هېوادونو ته کافي، باوري او دوامداره مالي مرسته برابره کړي، څو عادلانه بدلون ته لار هواره کړي او د اقلیم د نړیوالو هڅو راتلونکی پړاو پیاوړی کړي.
د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټ کنوانسیون (UNFCCC) یا کاپ ۲۹ غونډه چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې روان ده ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې تر۲۲ پورې دوام وکړي.
د دې کال د کنفرانس یوه مهمه موضوع د اقلیم د مالي ملاتړ لپاره نوي اهداف ټاکل دي چې د نوي ټولیز حساب شوي هدف (NCQG) په نوم هم یادېږي. په ۲۰۰۹ کال کې پرمختللو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به هر کال ۱۰۰ میلیارده ډالر د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره پرمختیايي هېوادونو ته ورکوي.
په ټوله کې د (کاپ۲۹) غونډې موخه د نړۍ تودوخه په ۱.۵ درجې سانتي ګراد کې محدود ساتل دي څو تر دې زیاته توده نشي.