برازیل /جې شل/ شي جین پینګ،غربت
ایډي: 8404337
نېټه: 18 نومبر 2024
ځای: برازیل
موده: ۵۱ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-18 11:28
وروستی سمون: 2024-11-18 17:59
بشپړ خبر
د چین ولسمشر شي جین پینګ د جي شل هېوادونو د نولسمې سرمشریزې په لومړۍ ناسته کې ویلي چې د چین بریالۍ تجربه او پرمختګ ثابتوي چې پرمختیايي هېوادونه کولی شي بېوزلي له منځه یوسي.
نوموړي د سرمشریزې په لومړۍ ناسته کې دغه مهمه وینا هغه مهال کړې چې پکې د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې د نړيوال اتحاد د پيل خبره وشوه.
هغه د خپلې وینا پر مهال دغه راز ویلي، ما د کلي نه تر ولسوالۍ، ښار، ولایت او مرکزي کچو پورې کار کړی دی او د بېوزلۍ له منځه وړل تل زما لومړیتوب او مهمه دنده وه. هغه زیاته کړې، د چین تجربې دا ښیي چې پرمختیايي هېوادونه کولی شي بېوزلي له منځه یوسي. شي جین پینګ وویل، که څه هم یو کمزوری مرغه لومړی ورو پیل کوي، خو که اراده او صبر ولري، کولی شي لوړه الوتنه وکړي، لکه څنګه چې اوبه ورو ورو ډبرې ته نفوذ کوي. هغه دغه راز وویل، که چین دغه هدف ته ورسېږي، نور پرمختیايي هېوادونه هم کولی شي او دا د چین د بېوزلۍ پر ضد جګړې پیغام دی چې نړۍ ته یې ورکوي.
شي جین پینګ د یکشنبې پر ورځ د برازیلي ولسمشر لوئیس انایسيو لولا سیلوا په بلنه د رسمي سفر لپاره دغه هېواد ته ورسېد، څو د جي شل سرمشریزه کې چې دوشنبه او سه شنبې ته ټاکل شوې وه هم ګډون وکړي.
جي شل سازمان چې په ۱۹۹۹ کال کې تاسیس شوی، د مالي او اقتصادي مسئلو په اړه د نړیوالې همکارۍ مهم فورم دی چې پکې د اروپايي اتحادیې او افریقایي اتحادیې په ګډون ۱۹ هېوادونه شامل دي.