چین/برازیل-تجارت/جنوري-اکتوبر
ایډي: 8404126
نېټه: د نومبر 17، 2024
ځای: چین- برازیل
موده: یوه دقیقه او یو دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-16 22:42
وروستی سمون: 2024-11-17 00:43
بشپړ خبر
د پرون یکشنبې ورځ په رسمي ډول خپاره شوي معلومات ښيي چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د چین او برازیل ترمنځ سوداګرۍ د تېر کال په پرتله ۹.۹ سلنه وده کړې او شاوخوا ۱۵۸ میلیارده امریکایي ډالرو ته رسېدلې ده.
د چین د ګمرکونو عمومي ادارې د معلوماتو له مخې د دې مودې په جریان کې چین برازیل ته د شاوخوا ۶۰ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي او له برازیل څخه یې نږدې د ۹۸ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي.
چین او برازیل چې په ۱۹۷۴ کال کې یې ډیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې په تېرو پنځو لسيزو کې د چين او برازيل ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ګټورې پايلې تر لاسه کړې دي.
دغه هېواد له ۲۰۰۹ کال راهیسې د برازیل تر ټولو لوی سوداګریز شریک او د پانګونې مهمه سرچینه ده، پداسې حال کې چې برازیل هم د لاتینې امریکا په کچه د چین تر ټولو لوی سوداګریز شریک ګرځېدلی دی.
ویل کېږي د چین او برازیل د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په پراختیا سره د برازیل ځینې محصولات چیني بازار ته داخل شوي دي. له جنوري څخه تر اکتوبر پورې د برازیل د سویا دانې او اوسپنې کان د صادراتو ۷۰ سلنې څخه زیات دغه راز د نفتو او خام تېلو صادرات بیا له ۴۰سلنې څخه زیات چین ته صادر شوي دي.
له دې سره هممهاله د چین لوړ کیفیت لرونکي صنعتي تولیدات برازیل ته لېږدول شوي چې د لاتینې امریکا هېواد سره مرسته وکړي، څو د بیا صنعتي کولو پروسه ګړندۍ کړي.
همدارنګه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې چین برازیل ته د منځنۍ کچې شاوخوا ۳۰ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۱.۸ سلنه زیاتوالی ښيي چې په دې کې ډېری مهم او د اقتصادي رفاه سره د رغندې مرسته توکي دي.