د کونړ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو، د پاکستان د توغندیزو بریدونو او د لرګیو قاچاق په دغه ولایت کې شاوخوا درې زره هکتاره ځنګلونه له منځه وړي دي. د مسوولینو په خبره دوی د مرستندویه موسسو په همکارۍ یې څه باندې ۳۰۰ هکتاره ځنګلونه احیا کړي او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي په موخه یې په دغه ولایت کې د شنې برخې ځواکونه هم ګمارلي دي. کونړ د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډېری سیمې یې په ځنګلونو پوښلې دي. د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۰ شنه ساحوي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.