چین-سینګاپور/ګډ تمرین
ایډي: 8403892
نېټه: د نومبر 15، 2024
ځای: چین
موده: ۵۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-15 03:05
وروستی سمون: 2024-11-15 03:09
بشپړ خبر
چینايي چارواکې وايي، چین او سینګاپور به د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ظرفيتونو د لوړولو په موخه ګډه پوځي روزنه ترسره کړي.
د چین د ملي دفاع وزارت ویاند جانګ شیاوانګ د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د يوې خبري غونډې پر مهال د رسنيو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې چین او سینګاپور به د خپل کلني پلان او موافقتنامې د یوې برخې په توګه د نومبر میاشتې په وروستیو کې په هی نان ولایت کې د ۲۰۲۴ کال د همکاریز تمرین په نامه ګډه پوځي روزنه ترسره کړي. دغه روزنه به په ښاري سیمو کې د تروریزم ضد عملیاتو باندې تمرکز وکړي او موخه به یې د عملي همکارۍ پیاوړتیا او د تروریزم ضد ګډ ظرفیتونو ته وده ورکول وي. جانګ وویل چې دغه تمرین د دواړو پوځونو ترمنځ د اوږدمهاله تعامل یوه برخه ده او سږني تمرینات د دې لړۍ شپږمه هغه ده.