د چین سپوږمکۍ لانچ
ایډي: 8403615
نېټه: د نومبر 14، 2024
ځای: چین
موده: دوه دقیقې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-13 16:49
وروستی سمون: 2024-11-13 19:11
بشپړ خبر
چین وايي په سمندر کې د مالګې د کچې معلومولو لپاره یې ځانګړې شوې سپوږمکۍ فضا ته استولې چې د سمندري څېړنو لپاره نوي او دقیق معلومات چمتو کړي.
دغه سپوږمکۍ د پنجشنبې په ورځ د شمالي چین د شان شي ولایت د تای یوان سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه د بېجینګ پر وخت سهار ۶:۴۲ بجو د لانګ مارچ ځانګړي راکټ په وسیله فضا ته وتوغول شوه او په بریالیتوب سره خپل ټاکل شوي مدار ته رسېدلې ده.
د چین د ملي فضایي ادارې (CNSA) په وینا، دغه سپوږمکۍ به د سمندر د مالګې د کچې په دقیقې اندازه کولو، د سمندر د حرکتونو او چاپېریال په اړه د معلوماتو راټولولو او د چین د سمندري هوا د وړاندوینو د لا کره کولو کې مرسته وکړي او همدارنګه به د چین د ټېکناولژیکې وړتیا په ښه کولو کې هم عمده ونډه ولري.
د یادې ادارې د خبر له مخې، دغه سپوږمکۍ چې د اوشن ۴۰۱ په نوم هم ېیژندل کېږي، د چین د ملکي فضایي پروګرام برخه ده. دغه سپوږمکۍ د سمندري چاپېریال د وړاندوینو، د اوبو د دورې څارنې، لنډ مهاله اقلیمي وړاندوینو او د عمومي معلوماتو راټولولو لپاره ډیزاین شوې ده.