د چین د برېښنایي موټرونه خرڅلاو/نړیوال بازار
ایډي: 8403575
نېټه: د نومبر 13، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او لس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-13 04:53
وروستی سمون: 2024-11-13 04:58
بشپړ خبر
چینايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بریښنایي موټرو خرڅلاو په نړیوال بازار کې تېره اکتوبر میاشت کې د ټولو وختونو لوړې کچې ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی لري او د نړیوال بازار په وده کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.
په انګلستان کې مېشت څېړنیز شرکت رهو موشن (Rho Motion) د خبر له مخې، په اکتوبر میاشت کې په چین کې ۱.۲ میلیونه برېښنایي موټرونه پلورل شوي چې د تېر کال په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي او په نړیواله کچه د برېښنایي موټرو پلور له ۱.۷ میلیونو څخه لوړ شوی چې ۳۵ سلنه وده ښيي، یاد شرکت دغه راز خبر ورکړی چې په روان کال کې تر دې دمه د چین د برېښنایي موټرو بازار ۳۸ سلنه او نړیوال بازار یې بیا ۲۴ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
د یاد شرکت د مطبوعاتو مدیر چارلس لېسټر ویلي، چې په اکتوبر میاشت کې د نړۍ د برېښنایي موټرو پلور نوی ریکارډ جوړ کړ او د سپتمبر د میاشتې پخوانۍ لوړې کچې ریکارډ یې مات کړ، په دې سره پرلهپسې دوې میاشتې لوړ پلور ترسره شو. نوموړي دا هم ویلي، چې د نړۍ د برېښنایي موټرو بازار بېرته وده کوي او ډېره برخه یې د چین دکورني بازار د ودې له امله ده.