د چین بهرنیو چارو وزارت خبرتيا/جرمني
ایډي: 8403407
نیټه: د نومبر 12، 2024
ځای: چین
موده:۵۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-12 00:51
وروستی سمون: 2024-11-12 04:58
بشپړ خبر
د چین یو لوپوړي چارواکي ویلي، چې هېواد یې له المان څخه غوښتي چې د یو چین اصولو او تګلارې ته ژمن پاتې شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د سه شنبې په ورځ په يوې خبري ناسته کې هغه مهال دغه څرګندونې وکړې چې رسنيو له نوموړي وپوښتل، چې ټاکل شوې د جرمني يو چارواکی به روانه اونۍ د چين تايوان سيمې ته سفر وکړي.
لین وویل، چې یوازې یو چین دی او تایوان د هغه نه جلا کېدونکې برخه ده، د یو چین اصول په ټوله نړۍ کې منل شوي او د المان په ګډون د چین او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ دی، موږ له المان څخه غواړو چې دې اصولو ته درناوی وکړي، له تایوان سره له هر ډول رسمي تماس څخه ډډه وکړي او د تایوان د خپلواکۍ غوښتونکو ته د غلط پیغام له لېږلو ځان وساتي.