د کرنې وزارت پر خپله وېب پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلیو حاصل ښه نتیجه ورکړې ده. د مسوولینو په خبره دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي. مومپلي عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي. ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات د هیواد هغه ولایتونونه دي، چې د دې نبات د کښت لپاره پکې امکانات زیات دي.