د چین /د لاسلیک کولو مراسم
ایډي: 8403041
نېټه: د نومبر 5-9، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اوه پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-09 12:37
وروستی سمون: 2024-11-09 14:14
بشپړ خبر
د چين د اوومې دورې روان نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) کې د چین او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د شرکتونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول، چې د چيني او بهرنيو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یې يو ګډ پلاټفورم برابر کړی دی.
د یاد نندارتون (CIIE) په ترڅ کې د شانګهای سوداګریز ګروپ د لوی پرچون پلورونکي اتحاد لپاره د جمعې په ورځ د تړونونو د لاسلیک مراسم هم ترسره شول.
په دې غونډه کې د ۲۶ پروژو تړونونه په مستقیم ډول لاسلیک شول او د ۵۶ نورو پروژو لپاره د خوراکي توکو، مصرفي توکو او طبي وسایلو په برخو کې هم تړونونه وشول، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۱۵.۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د بايليان ګروپ مرستيال شي شياو لونګ وايي، موږ هيله لرو چې دوه اړخيز مشارکت به چين ته د لوړ کيفيت لرونکو توکو راوړلو کې مرسته وکړي. زموږ موخه دا ده چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې لوړه شته عرضه د مصرف کوونکو په زيات لګښت بدله کړو.
بایلیان ګروپ یو لوی دولتي شرکت دی چې د پلورځیو، لویو مغازو، آنلاین سوداګرۍ او لوژستیک برخې مصرفوونکو ته خدمتونه او نور ډېر فعالیتونه ترسره کوي.
په دې غونډه کې د یوه بهرني شرکت استازي وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن دلته یم په راتلونکي کې هم ګډ کار کولو ته سترګې په لار یو. موږ خوشاله یو چې د خپلو شریکانو سره همکاري وکړو او بازار ته غوره محصولات راوړو.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د شانګهای د سوداګرۍ ګروپ د دولتي شتمنیو څانګې ۱۳۶ پېرود غوښتنو په ترلاسه کولو سره چې ټولټال یې ۲.۸۴ میلیارده امریکایي ډالر کېږي یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
دغه راز په یاد نندارتون کې اوو شرکتونو د ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات د پېرود غوښتنې هم کړې وې.
په شانګهای کې د لينګانګ ګروپ د مالي چارو ریيس (CFO) يانګ جينګ وايي، موږ باور لرو چې دا بهیر په لوړه کچه دی. هغه شرکتونه چې له موږ سره یې تړونونه لاسلیک کړي، د دوی له چلند څخه ډېر خوښ دي، چې په راتلونکي کې یې د همکارۍ د دوام ژمنه پیاوړې کړې ده.
لينګانګ ګروپ په شانګهای کې مېشت یو لوی شرکت دی چې د پانګې اچونې په وده، د صنعتي پارکونو چارې، سوداګرۍ ته د مسلکي خدماتو چمتو کولو او په تخنیکي صنعتونو کې په پانګونې تمرکز کوي.
دغه نندارتون چې د یکشنبې تر ورځې پورې دوام کوي، د ۱۲۹ هېوادونو او سیمو څخه یې څه باندې ۳۴۹۶ کاروباریان راجلب کړي دي.