په کونړ ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. مسوولین وايي، د دغه نندارتون په شاوخوا ۵۰ غرفو کې کورني تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي. له دې سره سم یو شمېر صنعت کاران او سوداګر وايي، د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول ګټور دي او د دوام غوښتنه یې لري. د ګډونوالو په وینا د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار ښه والي لپاره دا ډول نندارتونونه، ګټور بلل کېږي او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې د زیاتوالي غوښتنه کوي.