چین-۲۹م اقلیمي کنفرانس / د اقلیم تمویل
ای ډي: 8402551
نېټه: د نومبر 6، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یودیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-06 13:05
وروستی سمون: 2024-11-06 16:08
د COP29 په راتلونکي کنفرانس کې
بشپړ خبر
چین له بډایو هېوادونو غوښتنه کړې چې په راتلونکي ۲۹م اقلیمي کنفرانس یا(COP29) غونډه کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره له پرمختیايي هیوادونو سره خپل مالي ملاتړ او ژمنې زیاتې کړي.
په پام کې ده چې د اقلیمي بدلون ۲۹م کنفرانس د نومبر له ۱۱ څخه تر ۲۲ پورې د آذربایجان په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د چوکاټ کنوانسیون تر چتر لاندې ترسره شي.
په دغه کنفرانس کې به یوه مهمه موضوع د اقلیمي بدلون تمویل لپاره د (NCQG) هدف ټاکل وي، چې موخه یې په پرمختیايي هېوادونو کې د اقلیمي بدلون د هڅو ملاتړ دی. د یادونې وړ ده دغو پرمختللو هېوادونو په ۲۰۰۹ کال کې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به هر کال ۱۰۰ میلیارده ډالر د دې لپاره چمتو کوي.
د چين د ايکولوژي وزارت د اقلیمي بدلون د څانګې مشر ژیا ینګ شیان د چهارشنبې په ورځ په بېجینګ کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ۲۹م اقلیمي کنفرانس کې باید د ډېرې لوړې اندازې مالي ملاتړ موافقه وشي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې پرمختللي هېوادونه بايد په ځانګړې توګه له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستې مسووليت په غاړه واخلي او ټينګار يې وکړ چې د راتلونکي کنفرانس په رڼا کې دا هېوادونه بايد د ۱۰۰ میليارده ډالرو په پرتله خورا لوی مقدار ژمنه وکړي، ځکه چې دا به په دغه کنفرانس کې د مثبتې پایلې ترلاسه کولو لپاره يو مهم ګام وي.