چین-شینزو-۱۸ بیرته ستنیدنه/بیجینګ
ای ډي: 8402130
نېټه: د نومبر 4، 2024
ځای: چین
موده: ۲۷ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-03 18:32
وروستی سمون: 2024-11-03 19:56
بشپړ خبر
د شینزو ۱۸ فضایي بېړۍ درې کسیزه ډله د شپږ میاشتني فضايي ماموریت له بشپړولو وروسته نن د دوشنبې په سهار وختي بېجینګ ته ورسېدله.
د چین د فضایي ادارې د معلوماتو له مخې، د شینزو-۱۸ راستنېدونکې بېړۍ چې پکې ګوانګفو، لي کونګ، او لي ګوانګسو فضانوردان سپاره وو، د دوشنبې په سهار د بېجينګ پر وخت ۱:۲۴ بجې د شمالي چین د داخلي مغولستان په دونګفېنګ سیمه کې په خوندي ډول کښته شول.
یادې ادارې خبر ورکړی، چې د درې واړو فضانوردانو روغتیايي او فزیکي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د دغې ادارې په وینا، دغه درې کسیزه ډله به د طبي قرنطین دورې ته ننوځي او هراړخیز طبي معاینات او روغتیایي ارزونې به ترسره کړي چې وروسته به په پلازمېنه بېجينګ کې له خبريالانو سره وګوري.
د یادونې وړ ده، چې د شینزو-۱۸ عمله د اپریل میاشتې په ۲۵ نېټه د چین په شمال لوېدیځ کې د جیوکوان سپوږمکۍ لانچ مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه. د دوی د بېرته راستنېدو دمخه دغې درې کسیزي ډلې د شینزو – ۱۹ فضانورانو ته د سپوږمکۍ سټیشن وسپاره چې د اکتوبر میاشتې په ۳۰ پکې فضا ته سپاره شول.