د چین مسلکپ کسانو تبادله / کنفرانس
ای ډي: 8401982
نېټه: د نومبر 2، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او درویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-02 13:02
وروستی سمون: 2024-11-02 16:37
بشپړ خبر
د مسلکي یا ماهرینو د تبادلې دوه ويشتم کنفرانس چې په چين کې د استعدادونو د تبادلې يوه ستره کلنۍ غونډه بلل کېږي، په شانګهای ښار کې پرانیستل شوه.
په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د استعدادونو د تبادلې لپاره ۳۲ ځایونه او ۴۸ فعالیتونه لري، د پرانیستلو په مراسمو کې د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سیمو له ۱۳۰۰ څخه زیاتو نړیوالو کارپوهانو ګډون کړی و.
په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولتي شورا غړي شن يوکين هم ګډون وکړ، چې وروسته نوموړې په شانګهای کې د استعدادونو د استخدام او کارموندنې د خدمتونو د هڅو کتنه هم وکړه.
هغې د بهرنیو ماهرینو د راوستلو او نړیوالو استعدادونو د تبادلې د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ د زیاتولو په اړتیا ټینګار وکړ چې هدف یې د بريالۍ همکارۍ رامنځته کول او په چين کې د عصري کولو لپاره د استعداد او فکري ملاتړ برابرول دي.
نوموړې دغه راز د هدفمندو مهارتونو د روزنې د اهمیت یادونه وکړه، څو د خلکو سره د دندې موندلو او د دوی عاید لوړولو کې رغنده مرسته وکړي.
دغه کنفرانس چې په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شوی، تر دې دمه یې ټولې غونډې په بریالیتوب سره ترسره کړې دي.
د لومړنۍ احصایې له مخې، د دغه کنفرانس هرې غونډې د ۴۰ څخه د زیاتو هیوادونو او سیمو مسلکي سازمانونه جذب کړي، په دې کې انګلستان، آلمان، فرانسې، ایټالیا، متحده ایالات، کاناډا، استرالیا، نیوزیلینډ، روسیه، اوکراین، جاپان، سویلي کوریا، سینګاپور، اسراییل، برازیل، ارجنټاین او سویلي افریقا هیوادونه شامل دي.
د یاد کنفرانس په خپل تاریخ کې له ۳۵,۰۰۰ څخه زیاتو بهرنیو کارپوهانو، نړیوالو محصلینو او مسلکیانو برخه اخیستې او د دې غونډې په ترڅ کې د ۱۰,۰۰۰ څخه زیاتې پروژې هم پیل شوې دي.
د ساینسي او ټیکنالوژیکي نوښتونو له لارې د ګډ پرمختګ تعقیب او د نړۍ په کچه د مسلکيانو څخه ګټه پورته کول تر عنوان لاندې موضوع د نړیوالو تخنیکي وړتیاوو د تبادلې لپاره یوه مهمه ملي او نړیواله اجنډا ګرځېدلې ده.