د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په مرکز او ۲ ولسوالیو کې د ۳۵ څاګانو د کیندلو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادو څاګانو د کیندلو چارې په مرکز او دشت ارچې او ګل تپې ولسوالیو کې د مسلم هندز په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د دغې پروژې د چارو په بهیر کې به لسګونو کسانو ته د کارزمینه او په بشپړېدو سره به یې ۸۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. د یادولو وړ ده، چې یاد ریاست د موسساتو په همکارۍ په دغه ولایت کې لسګونه څاګانې کیندلې او ترمیم کړې دي.