چین-EU د اروپايي اتحادیې / EV تعرفه/کارپوه
ایډي: 8401550
نېټه: د اکتوبر 30، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپږ څلویښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-30 10:11
وروستی سمون: 2024-10-30 12:11
بشپړ خبر
د چین موټر جوړوونکي سایک(SAIC) شرکت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی پلان لري د اروپایي اتحادیې د عدالت په محکمه کې د هغې پرېکړې پر ضد شکایت وکړي چې اروپایي کمیسیون پرېکړه کړې چې د چین په تولید شوي بریښنایي موټرو (EVs) باندې د پنځو کلونو لپاره نورې اضافي تعرفې وضع کړي.
دغه شرکت چې اروپایي کمیسیون پرې ۳۵.۳ سلنه ګمرکي محصول وضع کړی د دې پرېکړې په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې اروپایي کمیسیون په فعاله توګه د اروپایي اتحادیې شرکتونو یا صنعتونو څخه د کومې غوښتنې ترلاسه کولو پرته په فعاله توګه د مخنیوي تحقیقات پیل کړي دي.
یاد شرکت وايي چې اروپایي کمیسیون د دولتي مرستو په تحقیق کې غلطي کړې. دوی ادعا کوي چې کمیسیون د SAIC شرکت مهم حقایق او دلیلونه له پامه غورځولي او همدارنګه د څو توکو لپاره یې د دولتي مرستو نرخونو ناسم اټکل کړی دی.
سایک شرکت دغه راز ویلي، چې اضافي تعرفې به د اروپایي موټرو پېرودونکو لپاره لګښتونه زیات کړي او د بریښنایي موټرو مشهورېدل به سخت کړي. دوی همدارنګه یادونه کړې چې په اروپا کې د بېلابېلو بریښنا سیسټمونو سره نوي موټر ماډلونه معرفي کوي او د MG محصول سلسله پراخوي، څو د سوداګرۍ خنډونو سره سمون ومومي.
په ورته مهال د چین د موټرو جوړوونکو اتحادیې (CAAM) ویلي چې د چین د بریښنایي موټرو لوی شرکت BYD په څېر د ځینو نورو چینایي شرکتونه چې د نوې انرژۍ موټر (NEVs) تولیدوي، په اروپا کې د مستقیمې پانګونې د ګړندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
د یادونې وړ ده چې بي وای ډي شرکت د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې په اروپا کې د بریښنایي بسونو لپاره خپله لومړۍ فابریکه پرانیستله، چې د شمالي هنګري په کوماروم ښار کې موقعیت لري.
دغه راز د ۲۰۲۳ په دسمبر میاشت کې دغه شرکت د هنګري په سیزګډ کې هم د نوې انرژۍ موټرو تولید لپاره د نوې فابریکې جوړولو پلان اعلان کړ. تمه کېږي چې دغه فابریکه به په راتلونکو دریو کلونو کې په فعالیت پیل وکړي او په زرګونو سیمه ییزو کارونو ته به زمینه برابره کړي.
د چین د موټرو جوړوونکو اتحادیې (CAAM) مشر ژو هیډونګ په وینا، په راتلونکي کې د چین د انرژۍ نوي موټرونه (NEVs) کولی شي د نويو بازارونو د ننوتلو په وخت کې د مهمو بازارونو د تمرکز لپاره مستقیمه پانګونه وکاروي چې دا ستراتیژي به د چینایي موټر برانډونو رامنځته کولو کې مرسته وکړي او په ټوله نړۍ کې مصرف کوونکو ته به د چینایي بریښنايي موټرو NEV غوره محصولات وړاندې کړي.