د چین او مرکزي اسیا د همکارۍ فورم
ایډي: 8401005
نېټه: د اکتوبر 26، 2024/وروستی
ځای: نینګ شیا چین
موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-10-2024 06:28
وروستی سمون: 2024-10-26 06:31
بشپړ خبر
د چين او مرکزي اسيا ترمنځ د همکارۍ يوولسم فورم د شنبې په ورځ د دغه هېواد د شمال لوېديځ ولايت په مرکز ين چوان ښار کې پرانيستل شو چې پکې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره مهم بحثونه ترسره شول.
د چين د ستر سياسي مشورتي ارګان د ملي کمېټې مرستيالې شن يوو يو هم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې د دواړو سيمو اړيکو د پياوړتيا لپاره مهمې خبرې پکې شاملې وې.
اغلې شين یوو چې په ورته مهال د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د دوستۍ او همکارۍ د کمېټې مشري هم کوي د یادې غونډې پر مهال وویل، چې د چين او منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو د دغه هېواد او منځنۍ اسيا د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې د همکارۍ نوی پلان جوړ کړی دی.
نوموړې دغه راز وویل، هېواد یې چمتو دی چې د منځنۍ اسيا له ټولو هېوادونو سره په هر اړخيزه توګه د متقابلو ګټورو همکاريو د پرمختګ او د شپږو هېوادونو وګړو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.
ویل کېږي چې څه باندې ٣٠٠ چيني او بهرنيو استازو په دغه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د زرغون پرمختګ او د ګډ کور جوړولو تر عنوان لاندې ین چوان نوښت هم خپور شو.