که څه هم د افغانستان د صاداراتو او وارداتو توازن سره برابر نه دی خو د افغانستان د صادراتو لویه برخه وچه میوه ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان زیږیز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې افغانستان د څه بانډې ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۹۶ زره ټنه صادارات شوي چې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته شوي دي. اخوا، د وچې میوې ځینې سوداګر وايي، د وچې میوې د صادراتو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې د پروسس په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي او د ویزې په برخه کې هم ستونزې حل شي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو لمخې، ډيری وچه میوه هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، روسیې، چین، برېټانیا، جرمني، کاناډا او ازبېکستان ته صادریږي.