چین-کمربند او لاره کتاب خپرول
ایډي: 8400556
نېټه: د اکتوبر 23، 2024
ځای: چین
موده: ۴۵ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-24 15:54
وروستی سمون: 2024-10-24 15:58
بشپړ خبر
د چين د نړيوالې پرمختيا او همکارۍ ادارې (CIDCA) د کمربند او لارې په اوږدو کې د (روزسټویز)یا د مثبتو کیسو او تجربو په نوم د کتاب دوهم ټوک خپور کړ. دا کتاب د کمربند او لارې نوښت په اړه مثبتې کيسې او تجربې وړاندې کوي.
دغه کتاب چې اووه څپرکي او څه باندې ۷۰ کيسې لري، د بهرنيو مرستو او نړيوال پرمختګ په برخه کې د چين برياليتوبونه په ګوته کوي او ښيي چې دغه هڅې څنګه د کمربند او لارې په نوښت کې د لوړ کیفیت پرمختګ سره مرسته کوي او د پراختیا لپاره نړیوال پلانونه معرفي کوي.
دا کیسې شاوخوا د ۵۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه دي، چې په فقر کمولو، تعلیم، روزنې، د خوړو خوندیتوب او زرغونې ودې تمرکز کوي. چارواکي وايي هیله لري چې دا کتاب د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د چین هڅې او د لا همغږې نړۍ رامنځته کولو ژمنتیا په ډاګه کړي.