یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

کارپوهان: د چین په برېښنایي موټرو لوړې تعرفې زرغونه ټېکنالوژي ګواښي

STR NEWS by STR NEWS
اکتوبر 23, 2024
5 0
0
کارپوهان: د چین په برېښنایي موټرو لوړې تعرفې زرغونه ټېکنالوژي ګواښي
8
SHARES
30
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8400316.webm

آلمان- د اروپايي کمیسیون / چینایي موټرو تعرفې/اغېزې

ای‌‌ډي: 8400316

نېټه: وروستۍ

ځای: جرمني

موده: یوه دقیقه او دوه څلوېښت ثانیې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-10-22 20:11

وروستی سمون: 2024-10-22 20:15

بشپړ خبر

صنعتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د چین تولید برېښنایي موټرو  پر وړاندې د تعرفو د لوړولو په اړه د اروپايي کمیسیون وروستۍ پرېکړه  کولی شي د زرغونې ټېکنالوژۍ لپاره د اروپا اهدافو ته زیان ورسوي، چې نه یوازې به په اروپایي مصرف کوونکو منفي اغېزه وکړي، بلکې د اقتصادي ودې مخه به هم ونیسي.

دوی پر دې ټينګار وکړ چې دا تعرفې د همکارۍ پر ځای د سوداګرۍ تقابل او شخړه رامنځته کولای شي، چې نه یوازې به د چین او اروپايي اتحادیې اړیکو ته زیان رسوي، بلکې د اروپا د زرغون انتقال اهداف به هم سخت زیانمن کړي.

دغه کارپوهان اټکل کوي چې دا تعرفې به د برېښنایي موټرو (EVs) بیې لوړې کړي، چې ممکن پېرودونکي له پېرودلو څخه منصرف شي، او د دې په پایله کې به اروپا ته د بریښنایي موټرو (EVs) د لېږد سرعت هم ټکنی شي.

سږ کال په اروپا کې د برېښنایي موټرو د خرڅلاو وده په چټکۍ سره کمه شوې ده. د اګست په میاشت کې آلمان د برېښنایي موټرو په پلور کې نږدې ۷۰ سلنه د پام وړ کمښت تجربه کړ.

شنونکي باور لري چې په اروپا کې د برېښنایي موټرو لوړې تعرفې هغه اصلي لامل دی چې پېرودونکي یې پېرودلو ته نه لېواله کېږي.

له دې سره هممهاله د آلمان د موټرو کارپوه فرډینند ډوډین هوفر ویلي، چې د اروپايي اتحادیې تعرفې به د برېښنایي موټرو بیې نورې هم لوړې کړي، چې دا به د کاربن خپراوي لپاره د یادې اتحادیې پر اهدافو منفي اغېزه وکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ټول آلماني او فرانسوي موټر جوړوونکي د اروپايي کمیسیون د تعرفو له پالیسۍ سره مخالفت کوي. دوی باور لري چې دا تعرفې د اروپا د موټرو صنعت ته زیان رسوي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅې کمزورې کوي. دغه تعرفې په مصنوعي ډول د برېښنایي موټرو بیې لوړوي، چې دا کار به نور هم دغه صنعت ته زیان ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د جرمني موټر جوړوونکو شرکتونو په چین کې د تولید او څېړنیزو مرکزونو په جوړولو سره زیاتې پانګونې کړې دي. د چین بازار د دوی د نړیوالو ستراتیژیو یوه مهمه برخه ګرځېدلې او د برېښنایي موټرو او نویو ټېکنالوژیو په بدلون کې یې مهم رول لوبولی دی.

د آلمان د موټرو صنعت کې کارپوهان باور لري چې یوازې پرانیستی بازار او عادلانه سیالي کولی شي نوښت ته وده ورکړي.

په ورته وخت کې د مارسيډېز بینز ګروپ AG شرکت مشر اولا کالینیوس ویلي چې د محافظت په لور حرکت کول او د سرحدونو تړل به د ودې مخه ونیسي او په راتلونکي کې به منفي اقتصادي اغېزه ولري. هغه باور لري چې غوره لاره د بازارونو پرانیستل او ساتل دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved