د ډالرو په پر وړاندې د افغانیو بیه په بې ساري توګه پورته شوې ده. د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په کاپي اندازه لوړ شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې له راکمیدو سره هم مهال بیا هم په ښارونو کې د لومړنیو خوارکي توکو بیې لوړې دي او په بیو کې د پام وړ کموالۍ نه دی راغلی. کابل ښاریان له اړوندو ادارو غواړې چې دې چارې ته دې پاملرنه وشي او په ښارونو کې دې نرخونه کنټرول شي.
.